Banner

دزرمت ولسوالۍ خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ دي

31.12.2008 08:47

• دپكتېا ولاېت دزرمت ولسوالۍ اوسيدونكي چې په دغه ولسوالۍ كې دامنيتي ستونزوله امله له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي ددوى په وينا په نوموړې ولسوالۍ كې په سلګونه كورنۍ ګاونډي هيواد پاكستان او نورو ولايتونو ته كډه شوې دي زر مت دګردېز لويديځ  ته په  ۳۰كيلومترۍ كي پرته ولسوالۍ ده چي دغزني لوګراوپكتيكا ولايتونوسره ګډه پوله لري او په پكتيا كي تر ټولو زيات نفوس لري خو دا چۍ په دي ولسوالۍ كي جنګ او نوري كومي ستوتزي دي ددي ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي حكيم خان وويل په نوموړي ولسوالي كي په روان كال كي ۱۲۰تنه ملكي وګړي وژل شوي چي ښځي او ماشومان هم پكي شامل دي دزرمت ولسوالي دسهاكو دسيمي يو تن اوسيدونكۍ ۳۰ كلن رخيم ګل وايي چي دكورنۍ ۵ تنه غړي يي وژل شوي اوهر ځله ايتيلافي ځواكونه ددوۍ په سيمو كي عمليات كوي خو په ولسي جرګه كي دپكتيا ولايت استازي شريفه زرمتۍ په نو موړي ولسوالۍ كي د ملكي خلكو په وژنه انديښنه څرګنده كړي خو نوموړي وايي چي يادي ستونزي يي په وار وار مسولو مقا ماتو ته رسولي خو تر اوسه پوري كوم مثبت بدلون ندى پكې راغلۍ خودزرمت ولسوالۍ اوسيدونكي دامنيتي ستونزوسر بېره بيا داوايي چې په دغه ولسوالۍ كې دامنيتي ستوزو په پلمه تر اوسه پورې دولت او خيره موسسو كومه مرسته نده كړې اودهر ډول مرستو څخه بې برخې دي ددې ولسوالۍ دسوركۍ دسيمې يوتن اوسيدونكى ۲۷كلن روزي خان وايي چې كه دولت اوموسسې دې سېمې ته دمرستې له پاره نشي راتللى نو دوى بايد په مركز كې ددې سېمې اوسېدونكو سره مرستې وكړي حوداچې دولت دنوموړې ولسوالۍ دملكي خلكو په وژنه اوبيارغونې په اړه څه كړي او ياڅه كوي د خوديادولو وړده چې څو ورځې وړاندې دهمدې ولسوالۍ ۴۰تنه قومي مشران ديادو ستونزو په اړه دكابل له چارواكوسره ليده كاته كړي وې او ګواښ يي كړى وو كه چېرې دولت ددوى ستونزې حل نكړي نو دوى مجور دي چې له دې سيمې څخه كډه وكړي